عنوان مقاله :
په اسلامي فقه او د افغانستان جزا كُد كې د متعددو جرمونو د جزاګانو تداخل
پديد آورندگان :
طيب ، عبدالوهاب دانشگاه قندهار , شيرزاد ، رازمحمد دانشگاه قندهار
كليدواژه :
تداخل , تعزيرات , جرم , جزا , حدود , د افغانستان جزا كُد
چكيده فارسي :
د شرعي او قانون جزا ګانو د تطبيق په اړه په ټولنه كې ځېنې وګړي ناسم او غلط برداشت لري، او فكر كوي چې دا د ټولنې د وګړو سره ظلم دي. د جزاګانو د تداخل موضوع يوه ديني، قانوني او مهمه موضوع ده؛ ځكه د ټولنې د وګړو امن ور پورې تړلي، كه په ټولنه كې امن موجود وي ټولنه پرمختګ كولاي شي او نا امني د ټولنې د وروسته پاتې كېدو لامل ګرځي. د جزاګانو د تداخل په اړه د اسلامي فقهې او افغانستان د جزاكُد موقف واضح او روښانه دي، د متعددو جرمونو د تر سره كولو په صورت كې د يوې جزا تطبيق د اسلامي شريعت او قانون لوړوالي او د خپلو پيروانو سره، آند جنايتكارانو سره يې نرمي څرګندوي. د جزاګانو تداخل د اسلامي شريعت د عفوې، بخښنې او آسانۍ اړخونه هغو خلكو ته روښانه كوي، چې د شريعت په حقيقت نه پوهيږي. د جزاګانو د تداخل په اړه مخكني، او معاصرو علماوو مختلفې ليكنې او څېړنې كړې دي، په څېړنه كې د توصيفي - تحليلي څېړنې تګلاره غوره شوې ده، د معاصرو او مخكنيو فقهاوو ليكنې مطالعه شوې او تحليل شوې دي، فقهاوو په خپلو ليكنو كې د جزاګانو د تداخل يادونه كړې ده. د دې څېړنې نتايج دا په ډاګه كوي چې د اسلامي فقهاوو او د افغانستان د جزا كُد د احكامو له آنده په هغه صورت كې د متعددو جرمونو لپاره د يوې جزا ټاكل ممكن دي او متعدد جرمونه يو جرم ګڼل كيږي، چې دجرمونو د جزاګانو موخه، هدف او غرض يو وي. او كه ياد موارد توپير وكوي د جزاګانو تداخل صورت نه مومي
عنوان نشريه :
غالب (مجله بين المللي مطالعات حقوقي، سياسي و روابط بين الملل)
عنوان نشريه :
غالب (مجله بين المللي مطالعات حقوقي، سياسي و روابط بين الملل)